زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-03-04  |  2024-09-08  |  تازه شوی په: 2024/09/07 - 04:09:3 FA | AR | PS | EN
سږنی دوبی، ښايي د تاریخ تر ټولو تود اوړی وي             د غزه شهیدانو شمیر ۴۰ زره او ۸۶۱ تنو ته رسیدلی دی             یوناما د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د غونډې جوړولو اعلان وکړ             تېر کال مو تر دوه میلیارد افغانیو ډېر عواید راټول کړي             کندهار ته د تښتول شوې هندۍ الوتکې په اړه جوړ شوی سريال ناندريز شوی             افغانان باید د کار لپاره د سیاحتي ویزې سره ایران ته لاړ نشي             چین په نړیوالو فورمونو کې د طالبانو حکومت ملاتړ کوي             د طالبانو مشر په دشت لیلي کې د زرګونو بې نومو طالبانو ډله قبر ته ولاړ             پخواني لوی څارنوال د څارنوالانو پر وژل کېدو غمرازي وښوده             د طالبانو او ترکمنستان ترمنځ د دوه تړونونه لاسلیک             ځان له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته ژمن بولو             د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تېزو بارانونو اټکل             په جرمني کی د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ ته یوه اوونۍ وخت             د طالبانو نوی قانون د بشري حقونو دشاتګ ښکارندويي کوي             په جاپان کې سږ کال ۴۰ زره تنه په یوازیتوب کې مړه شوي            

تاريخ النشر: 2024/06/03 - 05:17:5
زيارة: 227
مشاركة مع الـأصدقاء

د ممبی پولیس پر سلمان خان د برید په خاطر ۴ کسان یې نیولي دي
 د ممبی پولیس پر سلمان خان د برید په خاطر ۴ کسان یې نیولي دي

د هند په ممبی ښار کې پولیس وايي، څلور کسان یې نیولي چې ظاهرآ د دغه هېواد د سینما پر وتلي ستوري او فلمي لوبغاړي سلمان خان یې د برید دسیسه جوړه کړې وه.

د ممبی پولیسو په وینا د لارېنس بشنویي د ډلې ۱۶ یا ۱۷ غړو تېره فبروري پينويل کې د سلمان خان کور او استوګنځی څارلی او ظاهرآ یې د هغه پر موټر د برید پلان درلود.

د اې اېن ای خبري اژانس په وینا پولیس لا هم د دې قضیې په اړه څېړنې کوي.

پولیسو ويلي دوی ته خبر رسېدلی و چې له ۶۰ تر ۷۰ پورې هلکان په دې لړ کې د لارېنس بشنويي له ډلې سره مرسته کوي او دا چې له ممبی، ریګډ، نیو ممبی، تهانې، پونې او ګجراته د ’سمپت نهرا ډلې’ غړي هم راغلي او سلمان خان یې څارلی دی.

پلان دا و چې پر سلمان خان د کم عمره یا تنکیو زلمیو په وسیله برید وشي او ښکېل کسان پکې بیا د هند د سویلي تامیل ناډو ایالت له کنیا کماري څخه کښتۍ کې شري لنکا ته وتښتي.

د دغه پلان جزییات د ممبی پولیس یوه مشر ’وویک پنساري’ له رسنیو سره شریک کړي دي.

هغه ویلي، "موږ څلور کسان نیولي - چې له څو ورځو راهیسې یې په فلمي لوبغاړي د برید پر پلان کار کاوه."

د هند رسنیو کې داسې ګنګوسې هم خپرې دي چې ګوندې دې ډلې ته وسلې د کوم پاکستاني کس لخوا برابرېدلې.

ښاغلي پنساري هم ’اېن‌ډي ټي‌وي’ سره خبرو کې ویلي، "له دغو ډلو ترلاسه شوي مالومات ښيي چې دوی له بهره د وسلې په ترلاسه کولو غږېدل، خو په دې اړه باید نورې څېړنې وشي - تر هغې وروسته یې په اړه کره خبرې کېدای شي."

د پي‌ټي‌ای خبري اژانس په حواله څلور واړه نیول شوي کسان زندان کې له پراته ډاکو "لارېنس بشنويي" او د هغه له کوچني ورور ’انمول بشنويي’ سره په اړیکه کې وو.

ویل شوي چې دوی د بشنويي وروڼو په لارښونه د فارم هاوس او هغو ځایونو څارنه کړې، چې سلمان خان پکې کار کاوه.

د روان کال اپرېل میاشت د ممبی ښار باندره کې د سلمان خان پر استوګنځي ډزې شوې وې. پولیس په دې تړاو دوه کسان ونیول چې یوه یې وروسته په زندان کې ځان وواژه.

د پولیسو په وینا د لارېنس بشنويي ډله ممبی کې د دې لپاره پر فلمي لوبغاړو بریدونو کوي چې ویې ډاروي او پیسې ترې واخلي.

تېر کال مارچ کې هم سلمان خان ته یو ګواښوونکی برېښنالیک استول شوی و، چې پولیسو یې وروسته قضیه د لارېنس بشنويي او ګولډي برار خلاف درج کړه.

تر هغې وروسته په جون میاشت کې "انډیا ټوډی" له ګولډي برار سره تلېفوني مرکه کړې وه چې هغه پکې ویلي وو، سلمان خان یې په لیست کې دی او خامخا به یې وژني.

تېر کال د سلمان خان پلار سلیم خان ته چې پېژندل شوی سناریو لیکونکی دی، د سهار قدم وهلو وخت کې پر لاره یوه لیک غورځول شوی و.

په دغه لیک کې په هندي ژبه لیکل شوي وو چې "ژره به سلمان خان د سدهو موسې‌ولا په برخلیک اخته شي."

سلیم خان دا خط د ممبی پولیسو ته ښودلی او د باندرې پولیس سټېشن کې یې رپوټ ثبت شوی و.

له انډیا ټوډی سره مرکه کې چې له ګولډي برابر څخه په دې اړه پوښتنه وشوه چې تر اوسه یې درې ځله د سلمان خان وژلو پسې هلکان استولي، نو هغه وویل "د خپلو دښمنانو د لمنځه وړلو هڅو ته به وام ورکوي."

پولیس وايي بشنويي ډله شاوخوا ۷۰۰ غړي لري. ظاهرآ دا ډله اوس د ګولډي برابر په نوم ډاکو له کاناډا چلوي.

پولیس ګولډي برار د سدهو موسې‌ولا د وژنې مرکزي تورن په توګه پېژني او په څو نورو قضیو کې یې هم لټون روان دی.

ویل کېږي د لارېنس بشنويي ډله کې د پنجاب، هریانه او راجستان هلکان شامل دي.

دا ډله په همدغو درېیو ایالتونو کې ډېره فعاله ده.

لارېنس بشنويي یوه تلویزیوني مرکه کې د دې ډلې په اړه ویلي وو "دا ډله نه، بلکې د دردېدلو خلکو ټولنه ده."

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31898






*
*

*



قرأ

کندهار ته د تښتول شوې هندۍ الوتکې په اړه جوړ شوی سريال ناندريز شوی


د تاریخي اثارو د بیارغولو لپاره د چین چمتووالی


په ټول افغانستان کې ۳۷۰ رسنۍ فعالې دي


هغه سندرغاړې چې تر ۳۰ زره ډېرې سندرې یې وویلې


د طالبانو لخوا « د ممنوعه کتابونو» لېست جوړ شوی


د هندي سینما په یوه نوي فلم کې د افغان لوبغاړي مرکزي رول


ننګرهار کې میمله باغ او د وزیرګل محمد خان کلا رغول کیږي


دارالامان ماڼۍ نن د عامو سیلانیانو پر مخ پرانیستل کیږي


کندهار کې د یو شمېر تاریخي ځایونو د بیا رغوونې چارې پیل شوې


سونیتا علیزاده د فرانسې د سولې نوښت د “آزادۍ جایزه” خپله کړه





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان